د هند صدراعظم نرېندرا مودي په دې هېواد کې د هندوانو او اقلیت مسلمانانو ترمنځ د وروستیو لانجو په تړاو له خلکو د ارامتیا غوښتنه کړې ده.
په دغو لانجو کې په پلازمېنه نوې ډېلي کې لږترلږه ۲۰ کسه وژل شوي دي.
د هند صدراعظم نن چهارشنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، "زه په ډېلي کې له خپلو خویندو او وروڼو څخه غواړم چې هر وخت په خپلو کې سوله او ورولي وساتي."
نوموړي دا هم ویلي چې وضعیت په غور سره څاري او پولیس او نورې ادارې د ثبات او ارامتیا د ډاډمنېدو لپاره کار کوي.
د فبرورۍ پر ۲۳مه په پلازمېنه نوې ډېلي کې دا خونړۍ پېښې د هغو مظاهره کوونکو ترمنځ راپورته شوې چې د هندوستان د تابعیت د نوي جنجالي قانون په اعتراض راوتلي وو.
د نوي قانون له مخې هندوستان هغو کسانو ته تابعیت ورکوي چې مسلمانان نهدي او د خپل مذهب په خاطر د ځپنې له وېرې له ۲۰۱۶ کال مخکې هندوستان ته تللي.منتقدین وايي، دا قانون له مسلمانانو سره توپیري چلند کوي، خو حکومت دا خبره ردوي.