قزاقستان، ایران ته خپلې الوتنې ځنډوي

په قزاقستان کې نور سلطان نظربایف هوايي ډګر

قزاقستان ویلي چې په پام کې لري د مارچ له لومړۍ نېټې څخه ایران ته خپلې الوتنې وځنډوي.

د دې هېواد د روغتیا وزارت یوه لوړپوړي مسؤل ژانداربیک بیکشین نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې دا اقدام په ایران کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله کېږي.

نوموړي دا هم ویلي چې قزاقستان به جنوبي کوریا او نورو هېوادونو ته چې دغه وایروس ځپلي تګ راتګ کم کړي.

تر اوسه په قزاقستان کې د کرونا وایروس هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې.