د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې ثبت شوي

عراق، افغانستان، بحرین، کوېټ او عمان وړمه ورځ په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایروس د یوې پېښې تأیید وکړ.

نړۍ ۳۰ هېوادونو راپور ورکړی چې د کرونا وایروس مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

تر چین وروسته چې د دې وایروس د خپرېدو اصلي ځای دی ډېرې پېښې په جاپان، جنوبي کوریا، ایټالیا او ایران کې دي.

عراق، افغانستان، بحرین، کوېټ او عمان وړمه ورځ په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایروس یوه پېښع تأیید کړه.

کرونا وایروس په چین کې ۲۷۱۵ کسان مړه کړي او له چین بهر د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی.

په چین کې ۷۸۰۰۰ او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ۲۷۰۰ کسان په دې وایروس اخته دي.

په ځینو هېوادونو کې د کرونا وایروس پېښې په هغو کښتیو کې تأیید شوي چې د چین له مسیره تېرې شوې دي.

په اوکراین کې د یوې کښتۍ ۲۵ کارکوونکو د حکومت له‌خوا له کښتۍ د کته کېدو غوښتنه رد کړه.

په دې کښتۍ کې دوه کسان په کرونا وایروس اخته و چې روغتون ته وړل شوي.