امریکا: د سولې په هوکړه کې د ټولو افغانانو غوښتنو ته پام کېږي

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير وايي د سولې د هوکړې پر مهال به د افغانستان د ټولو اقشارو غوښتنې په پام کې نيول کېږي.

مايک پامپيو پرون سې شنبه په واشنګټن کې د افغانستان د سولې د هڅو په تړاو يوه خبري کنفرانس ته وويل: "موږ د يوه فرصت په درشل کې يو، چې ښايي بريالى نه وي، خو يو فرصت دى چې د اول وار لپاره افغانانو ته چانس ورکوي څو غږ يې واورېدل شي، ډاډمن يم چې د افغانستان د ټول سياسي قشر، ښځو، اقليتونه او د بېلابېلو قبيلو او فرقو غږونه او سياسي نظريات به اورېدل کېږي، زه ډاډه يم چې دا ټول اوازونه به د وروستي حل سبب شي، موږ او نور اړخونه به دې ته زمينه برابره کړو، چې دا مذاکرې د ټولو د غږونو اورېدل يقيني کړي او دا چې افغانان به حل لار مومي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې له تېرې شنبې تر راروانې شنبې د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ ده.

امريکايي چارواکو ويلي، که د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ بريالۍ وه، امريکا به له طالبانو سره راروانه شنبه د سولې هوکړه لاسليک کړي.