ارګ: لا هم د ولسمشر د لوړې مراسمو ترسره کېدو په اړه اختلاف شته

ولسمشر محمد اشرف غني

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغانستان حکومت ورسره منلې چې د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسم به ځنډوي.

دغه وزارت پرون ناوخته په يوه اعلاميه کې د افغان حکومت مننه کړې، چې د دغو مراسمو پر ځنډ يې هوکړه کړې ده.

خو د جمهوري رياست يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل د لوړې لپاره پر ټاکل شوې نېټې اختلاف شته.

سرچينې د لوړې مراسمو د ځنډېدو خبر تأييد يا رد نه کړ.

راپورونه وايي د لوړې دغه مراسم دوې اوونۍ ځنډول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فبرورۍ پر اتلسمه ښاغلی غني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی اعلان کړ.

حکومتي چارواکو ویلي وو، چې د ولسمشر د لوړې مراسم به د پنجشنبې په ورځ وشي.