د مصر پخوانی ولسمشر حسنې مبارک ومړ

حسنې مبارک

د مصر له واکه لرې کړای شوی ولسمشر حسنې مبارک مړ شوی دی.

د مصر دولتي ټلوېزیون نن، د فبرورۍ په ۲۵مه د مبارک د مړینې خبر خپور کړ.

مبارک د مرګ په وخت ۹۱ کلن و.

له هغه دوه زامن پاتې دي.