د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ؛ 'طالبان لاهم کونړ کې پولیو واکسین نه‌پرېږدي'

ارشیف، افغانستان کې د پولیو واکسین تطبیق.

په کونړ کې روغتیايي کارکوونکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په اوونۍ کې هم په خپلو سیمو کې اجازه نه‌ده ورکړې چې کوچنیانو ته د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین ورکړي.

په کونړ کې د پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پرون پیل شوی دی.

خو په هغه ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام مسؤل محمد اسحق ازادي راډیو ته وویل: "سره له دې چې موږ تمه درلوده چې د تاوتریخوالي د کمولو په اوونۍ کې به اجازه راکړي چې د طالبانو په سیمو کې کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړو، خو اجازه‌یې نه‌ده راکړې."

په کونړ کې سږ کال هم د ګوزڼ یا فلج نوې پېښه ثبت شوه.

هلته تېر وار ۳۰ زره کوچنیان له واکسینه پاتې شوي وو.

افغانستان د نړۍ له وروستیو څو هېوادونو دی چې لا هم کوچنیان د پولیو په وایروس مري یا یې ګوزڼ وهي.