د هرات والي: د لویو راټولېدو او غونډو مخه ونیسئ

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي

د هرات والي د دې ولایت د ښاروالۍ پوهنې او ټرانسپورت ادارو ته لارښوونه کړې چې دغلته دې د لویو راټولېدو او غونډو مخه ونیسي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې له ورځې به د ولایتي ادارې د پرېکړې سره سم د حمامونو او نورو هغو عامه ځایونو چېرې چې د خلکو ګڼه ګوڼه جوړېږي، دروازې تړلې وي.

ښاغلي فرهاد د پوهنې ریاست ته د والي د لارښونې په اړه وویل: "همدارنګه د پوهنې ریاست ته سپارښتنه شوې چې د کورسونو په شمول ښوونیز مرکزونه دې وتړي، ځکه دلته ډېر ماشومانو او ځوانان د زده‌کړو لپاره راټولېږي. همدارنګه په ټولو هغو ځایونو کې به اقدامات وشي چې په‌کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله د کرونا وایروس د چټک خپرېدو وېره وي."

د هرات والي د ټرانسپورت له ریاست هم غوښتي چې په دې ولایت کې دې د ښاري ټرانسپورت لپاره د ملي بسونو پر ځای بدیله چاره ولټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې له ثبتېدو وروسته دغلته بېړنی روغتیايي وضعیت اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې له عمومي غونډو او راټولېدو باید ډډه وشي.