غني: پر دفاعي ځواکونو هېڅ‌راز معاملې ته حاضر نه‌یوو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي موږ له پیاوړي دریځه مذاکراتو ته ځو او پر امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ‌راز معاملې ته حاضر نه‌یوو.

ښاغلي غني دا خبرې د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې د مشرتابه هیئت یو شمېر غړو سره په لیدنه کې کړې دي.

ارګ وايي د ولسي جرګې د لومړي مرستیال امیر خان یار په شمول د دې جرګې یو شمېر استازو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د سولې په پروسه کې د افغانانو د حقونو په ساتلو او په دې بهیر کې د ټولو اقشارو پر ګډون ټینګار وکړ.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا ولسمشر غني د ولسي جرګې غړو ته ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې او لویې جرګې له تأیید پرته هېڅ هوکړه د عملي کېدو وړ نه‌ده.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر غني له خولې وايي چې د مشورو سیستم به په دوامداره توګه ترسره شي او زیاته کړې یې ده چې "سوله زموږ د خلکو حیاتي غوښتنه ده، مګر موږ حکومتوالي او اصلاحات نه‌شو هېرولی."

د ولسمشر غني په وینا افغانستان دایمي دوست او دښمن نه‌لري، بلکې دایمي ګټې لري چې په وینا یې ګټې یې دوامداره او تدبیر غواړي.

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغانستان کلونه وروسته په تاوتریخوالي کې د کمښت اوونۍ تجربه کوي او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې تر لاسلیک وروسته، د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل شي.