امریکا ته د ویکيلیکس د زنداني بنسټګر ژولیان اسانژ د سپارلو بحثونه

د ویکيلیکس زنداني بنسټګر ژولیان اسانژ

د لندن په یوه محکمه کې په دې اړه بحثونه پيل شوي چې د ویکيلیکس زنداني بنسټګر ژولیان اسانژ امریکا ته وسپاري او که نه.

اسانژ د جاسوسۍ په ګډون د ١٨ تورونو له کبله د امريکا لپاره مطلوب دى، که چېرې مجرم وګڼل شي، په څه باندې ١٧٥ کلونو بند به محکوم شي.

اته څلویښت کلن اسانژ چې په اپرېل مياشت کې ونيول شو، د هغه مدافع وکيلانو او ملاتړو امريکا ته د هغه له سپارلو سره مخالفت څرګند کړ او ويې ويل په امريکا کې به يې محاکمه عادلانه نه وي.

پر اسانژ لګېدلي تورونه په ٢٠١٠ میلادي کال کې د هغه د ډلې له اقداماتو سره تړاو لري، چې د امريکا ګڼ پټ نظامي اسناد يې خپاره کړي وو.

ویکيلیکس په ٢٠١٦ میلادي کال کې هم د امريکا د ډيموکرات ګوند د ملي کمېټې ايمېلونه خپاره کړل، چې د امريکا د تحقيقاتو پر اساس د روسيې پوځي هککرانو هک يا غلا کړي وو.

دا ايميلونه د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو د کمپاينونو پر مهال هک شوي وو، چې د تحقيق کوونکو په باور هدف يې د اختلاف ايجاد او د ډونالډ ټرمپ د کانديداتورۍ له پياوړتيا سره مرسته وه.