چارواکي: د مالدارۍ سکټور بودجې ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ اضافه شوي

دا اندازه بودجه د وړو ژویو، د کبانو د روزنې اود لبنیاتو د پروسس او تولید طرحو لپاره ځانګړې شوې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي په روان کال کې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د مالدارۍ سکټور بودجې ته وراضافه شوې دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د حیواني روغتیايي ریاست او مالدارۍ خدماتو لپاره ځانګړې شوې وې، خو سږ کال دې برخې ته ۲۰۰ میلیونه افغانۍ منظور شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، دا اندازه بودجه د وړو ژویو، د کبانو د روزنې اود لبنیاتو د پروسس او تولید طرحو لپاره ځانګړې شوې ده.

د دغه وزارت مسؤلین وایي چې دا مهال د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه لبني محصولات او کبان له بهره راواردېږي، نو ځکه دې برخې ته پاملرنه او په ځان بسیا کېدل اړین دي.