افغان چارواکي: تر اوسه د کرونا وایروس مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې

روغتیايي کارکوونکی د کرونا وایروس د شکمنې پېښې د معلومولو په حال کې.

افغان چارواکي وايي چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا وایروس هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل بېګا شپه ناوخته په خپل ټویټر لیکلې.

تر دې مخکې پرون د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په کرونا وایروس د مشکوکو اخته درېیو کسانو د وینو سمپلونه‌یې له هراته کابل ته انتقال کړي او څېړنې پرې کوي.

د هرات سیمه‌ییز چارواکو ویلي چې د ایران له قُم ښاره ورستانه شوي ۳۶ کسان‌یې قرنطین کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له ایرانه د کرونا وایروس د ورتګ د مخنیوي لپاره موقتاً له دغه هېواد سره ځمکنی او هوايي تګ راتګ بند کړی دی.