د سولې ولسي حرکت د تاوتريخوالي کمولو د اوونۍ هرکلى وکړ

د سولې ولسي حرکت انځور

د سولې ولسي حرکت په بېلابېلو ولايتونو کې د تاوتريخوالي کمولو د اوونۍ هرکلى وکړ.

دغه حرکت وايي ملاتړو يې په هرات، هلمند، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، کابل، بغلان، کندز، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او خوست ولایتونو کې لاريونونه کړي دي.

د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست نن په دې اړه رسنيو ته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "د لاريونونو پر مهال يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ، چې په جديت دغه پروسه وساتي، دغه راز يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړو چې وخت يې راغلى دوى د تاوتريخوالي کموالى په دايمي اوربند واړوي."

د سولې ولسي حرکت وايي دوى د لاريون پر مهال له ولسونو هم غوښتنه وکړه، چې دوى هم د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راولي، څو د تاوتريخوالي کمېدل په دايمي اوربند واړوي.

د امریکا او وسلوالو طالبانو د پرېکړې پر اساس، له تېرې شنبې د راتلونکې شنبې تر ورځې باید تاوتریخوالی تر ډېره حده کم شي.

د تاوتریخوالي د کمېدو یوه اوونۍ د وسله والو طالبانو لپاره جدي ازموینه بلل شوې، چې ثابته کړي د سولې او خبرو لپاره حقیقي ژمنتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ وویل که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه په مناسب ډول عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.