پکتیا کې د تاوتریخوالي کمښت له اوونۍ ملاتړ وشو

دوی وایي سولې ته تر بل هر وخت ښه فرصت رامنځته شوی او دواړه لوري باید له دې فرصته سمه ګټه پورته کړي.

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو د یوه سوله ییز لاریون پر مهال د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ څخه هرکلی وکړ او د جګړې له ښکېلوو خواو یې وغوښتل، چې یاده موده وغځوي او د دایمي اوربند او بین افغاني سولې لپاره هڅې وکړي.

د پکتیا د مرکز ګردېز په مرکزي چوک کې د تاوتریخوالي د کمېدو د اوونۍ څخه د هرکلي په موخه ددې ولایت اوسېدونکو لاریون ترسره کړ.

دوی وایي سولې ته تر بل هر وخت ښه فرصت رامنځته شوی او دواړه لوري باید له دې فرصته سمه ګټه پورته کړي.

د لاریون یو تن ګډونوال وویل: "واجب ده په نن شرایطو کې چې دا په دایمي اوربند باندې بدل شي او موږ او تاسې ټول په یوه غږ باید دا اواز اوچت کړو، چې اوربند غواړو، سوله غواړو او امن دې دایمي شي."

په پکتیا کې د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ په داسې حال کې هرکلی کېږي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، چې شاوخوا یو نیم ساعت یې دوام وکړ.

د پکتیا د ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل، چې په دې برید کې یو تن وسله وال طالب وژل شوی.

که څه هم د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د ولسمشر له هدایت سره سم یې دفاعي حالت غوره کړی، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته بیا په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هوکړې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضا د برابرولو په هدف دوی په افغان او بهرنیو امنیتي مرکزونو بریدونه نه کوي.

خو وایي، که بیا هم د دوی له لوري برید کېږي، نو دا باید سرغړونه ونه بلل شي او په وینا یې دا عام اوربند نه دی.

د تاوتریخوالي د کمښت دا اوونۍ چې له تېرې شپې پیل شوه د روانې فبروري میاشتې تر ۲۹ مې به دوام وکړي.

د جګړې د ښکېلوو خواوو دغه ګام نه یوازې په پکتیا بلکې، په پکتیکا لوګر او خوست کې هم د خلکو له تودهر کلي سره مخ شو.