بلخ او هرات کې خلکو د ټاکنو پایلو له اعلانه هرکلی وکړ

په دې غونډو کې لسګونو ښځو هم ګډون کړی و

په بلخ او هرات ولایتونو کې سلګونو خلکو په جلا جلا غونډو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ.

په مزار شریف ښار کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دغلته روضې ته څېرمه سلګونه کسان راټول شوي وو، او ویل یې انتخاباتو له لارې د رامنځته شوې سیاسي مشرتابه ملاتړ کوي.

بله خوا په هرات ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دغلته د اصلاح غوښتونکو د ټولنیز سازمان له خوا د سلګونو خلکو په یوه جوړه شوې غونډه کې برخه والو د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی او د ولسمشر غني د بریا ملاتړ وکړ.

دوی همدارنګه د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندیدانو یې وغوښتل چې د انتخاباتو وروستۍ پایلې ومني او یو بل کړکیچ ته د هېواد د تلو مخه ونیسي.

تر دې دوه ورځې مخکې په هرات کې د ولسمشرۍ د څوکۍ د بل کاندید عبدالله عبدالله پلویانو د څو دقیقو لپاره د نوموړي عکس د هرات د سیمه‌ییزې ادارې په ودانۍ وځړاوه او هغه یې منتخب ولسمشر یاد کړ.