هرات کې د کاراتې سیالیو پنځم پړاو پای ته رسېدلی

ارشیف

د کاراته کیوکوشین سیالیو پنځم پړاو پای ته ورسېد.

د هرات ولایت د بدني روزنې د ریاست فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډيو ته وویل په دې سیالیو کې له د کیوکوشین، تاتاکای او سوکیوکوشین سبکونو له ۲۰ کلپونو ۲۴۶ لوبغاړو ګډون کړی وه.

د ښاغلي ضیا په خبره، د دغو سیالیو د جوړول موخه د کاراتې د ازادو سبکونو د همغږۍ او په ۱۳۹۹ کال کې په ملي کچه د لوبو لپاره چمتولی دی.

ښاغلی ضیا وایي په دغو سیالیو کې چې د څلور عمري کټګوریو ۱۰ کلنو، ۱۵ کلنو، ۱۸ کلنو او د ۲۲ کلنو کسانو تر منځ وشوې د ۶۶ غوره لوبغاړو ته جامونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.