افغانستان کې د مالدارۍ برخې د پیاوړي کولو هڅې

د چرګانو فارم

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزرات وايي، راتلونکي لمریز کال کې به په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ په برخه کې پانګونه وشي او دا برخه پیاوړې کړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې ترڅ کې به بې وزلو مېرمنو ته د کبانو، چرګانو او غواګانو فارمونه هم جوړ شي.

ښاغلی رستمي وایي په دې سره به د خلکو او هېواد اقتصاد لاپیاوړی شي.

هغه زیاته کړه: "د مالدارانو عواید به زیات او د هېواد اقتصاد به لا پیاوړی شي، د مالدارۍ سکټور مجموعي ارزښت ۷ میلیارده ډالر دی، هر څومره چې په دې برخه کې پانګوال او حکومت کار وکړي، د تولید په ځانګړې توګه د لبنیاتو کچه لوړه شي."

د ښاغلي رستمي په خبره، یوازې په ۱۳۹۷ کال کې د وچکالۍ له امله په دغه سکټور کې ځېنې ستونزې وې خو له تېر کال را پدېخوا د مالدارۍ په برخه کې ستونزې کمې شوي او عواید لوړ شوي دي.

خو نوموړي په دې اړه چې له دې درکه اوس عواید څومره دي او راتلونکی لمریز کال به د مالدارۍ په برخه کې څومره پانګونه وشي جزئیات ورنه کړل.