طالبانو ځینو سیمو کې مخابراتي شبکو فعالیت ته بیا اجازه ورکړې

د مخابراتي شبکو انتن

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې په اکثر ولایتونو کې چې وسله‌والو طالبانو د مخابراتي شرکتونو فعالیت ته اجازه نه ورکوله، مخابراتي شبکې فعالې شوې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوه چارواکي، نقیب الله سېلاب پرون د فبرورۍ په ۲۱مه ، ازادي راډیوته وویل: "ځنې سیمې چې لوژیستکي او تخنیکي مشکل لري، پر هغوي کار کېږي څو ټول مخابراتي سایټونه فعال شي.

وسله‌والو طالبانو د افغانستان په ډېرو لرې پرتو سیمو کې مخابراتي شبکو ته د فعالیت محدوده اجازه ورکوله او د شپې له خوا په ډېرو سیمو کې شبکو کار نه کاوه.

د مخابراتي شبکو د فعالېدو خبر تر هغه وروسته خپور شو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ اعلان شوه.

په دې یوه اوونۍ کې به د افغانستان حکومت، هلته مېشت بهرني ځواکونه او وسله‌وال طالبان پر یوه او بل حملې نه کوي.