په کاپيسا ولايت کې چارواکو د داعش ډلې د ١٢ غړو د وژل کېدو راپور ورکړى، چې ٢ ښځې هم په کې شاملې دي.
د کاپيسا د پوليسو وياند عبدالشايق شورش نن ازادۍ راډيو ته وويل، د داعش ډلې دغه ١٢ وسله وال د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنيت په عملياتو کې وژل شوي دي.
شورش وايي دغه عمليات چې تېره شپه ناوخته پيل شوي وو، په نتيجه کې يې ٣ نور وسله وال ټپيان شوي او ٦ تنه يې نيول شوي دي.
نجراب د کاپيسا له ناامنو ولسواليو ګڼل کېږي، چې د دولت وسله وال مخالفان يې پر ځينو سيمو کنټرول لري.