ولسمشر غني: افغان ځواکونه دې پر طالبانو بریدونه بند کړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر پرون، د فبرورۍ په ۲۱مه په ټول هېواد کې امنیتي او د فاعي ځواکونو ته امر وکړ چې پر وسله‌والو طالبانو حملې بندې کړي.

د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې، د بېګا شپې له ۱۲ بجو د فبرورۍ تر ۲۹ مې به په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم وي.

محمد اشرف غني پرون په ټلویزوني وینا کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي.

محمد اشرف غني زیاته کړه: "اوس چې د سولې لپاره زمینه برابره شوې، له دې فرصته موږ د خپلو خلکو برحقه غوښتنه مطرح کړه چې طالبان اوربند ومني او مذاکرات پېل شي، خو دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي په کموالي هوکړه وکړه، داهم اوربند او پایه دارې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی."

د وسله‌والو طالبانو د نظامي چارو کمېسیون هم یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې تر راتلونکې شنبې به د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو او امریکايي قواوو حملې نه کېږي.

په خبرپاڼه کې وسله‌والو طالبانو ته ویل شوي چې دافغانستان د حکومت تر کنټرول سیمو ته له تګه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې په یوه اوونۍ کې د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه په بریالیتوب عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.