پومپیو: د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیکېږي

قطر کې د طالب او امریکايي مرکچي پلاوي ګډ انځور

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه د فبرورۍ پر ٢٩مه لاسليک شي.

د افغانستان حکومت د دې هوکړې د لاسليک په درشل کې د يوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه کړې.

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل وايي، د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه د نن شپې له ١٢ بجو عملي کېږي.

هغه زیاته کړه: "افغان دولت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بشپړ چمتوالی نیولی، د یوې اونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې، موږ له خپل ادرس بشپړ تیاری لرو او په دې هیله چې دغه یوه اونۍ د دې باعث شي، چې د تل پاتې اوربند خاوندان شو او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي دا نېټه د شپې له دولسو بجو پیلیږي."

د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي، د تاوتريخوالي د کمېدو په وخت کې به د افغان قواوو د شپې عمليات او هوايي حملې بندېږي، په بدل کې به طالبان هم لويې حملې نه کوي.

د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادۍ راډيو ته وويل، که ښکېل اړخونه خپلې ژمنې پرځاى کړي، د تشدد کمول به سر له سبا عملي شي.