د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي چې متحدایالات به د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه خپل دریځ په نږدې راتلونکي کې روښانه کړي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د هېواد د ولسمشر په توګه د اشرف غني له اعلانېدو وروسته اجراییه رییس عبدالله عبدالله ځان قانوني ولسمشر وباله او ویې ویل چې ډېرژر به د بېلابېلو اړخونو په ګډون خپل حکومت جوړ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څرګندونو پرمهال وویل، د افغانستان په اړه یوازې دا خبره کولای شي چې متحدایالات د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج ډېر، ډېر له نږدې څاري او په دې اړه به له لږ ځنډ وروسته یو بیان هم خپور کړي.
ښاغلي پومپیو ونه ویل چې دا بیان به څه وخت خپور شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج د سه شنبې په ورځ اعلان شول او تر دې دمه د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ جګپوړي استازي، هند، کوېټ او همداراز د امریکا د سنا یوه مخکښ غړي لیندسي ګراهام ښاغلي غني ته د هغه د بریا له کبله مبارکۍ ورکړې دي.