خوست کې د نشه يي موادو پر کاروبار ناغه لګول شوې

ارشیف

د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکو د نشه يي موادو پر پلور او پېر او کارولو ناغه ولګوله.

قومي مشرانو او ځوانانو پرون پنجشنبې وویل که څوک په دې ولسوالۍ کې له دې پرېکړې سرغړونه وکړي نو یولک افغانۍ ناغه به ورکوي او ولس به هم قومي او کلیوالي اړیکې پرې کوي.

د تڼیو د ځوانانو د شورا په استازیتوب اجمل ایوبزي آزادۍ راډیو ته وویل چې دا پرېکړه د تڼیو څلور واړه قومونو کړې ده.

هغه زیاته کړه: "څلور قامه تڼیو دا پرېکړه وکړه چې که څوک په تڼیو ولسوالۍ کې مخدرمواد خرڅوي قام به یې یولک افغانۍ جریمه ترې اخلي او دا سړی به له هغه وروسته په مړي او ژوندي کې بند وي او څوک به ناسته ولاړه نه ورسره کوي."

له تڼیو مخکې د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو د ولسوالۍ قومونو هم د روانې اونۍ په سر کې دې ته ورته قومي تړون وکړ او ژمنه یې وکړه چې که څوک مخدرمواد وکاروي او یا یې په پلور او پېر کې برخه واخلي نو له قومه به شړل کېږي.