عراق او کویټ د ایرانيانو پر وړاندې دروازې وتړلې

د ایران او عراق ترمنځ سرحد

وروسته له دې چې په ایران کې د کرونا ویروس د مواردو راپور ورکړل شو عراق او کویټ له دې هېواد سره خپل سرحدونه بند کړل.

عراق له دې مخکې ایران ته الوتنې هم بندې کړې وې.

ایراني چارواکو پرون د فبروري په شلمه نېټه راپور ورکړ چې درې نور کسان په قم ښار کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په قم کې له دې یوه ورځ مخکې دوه کسان- چې په کرونا ویروس اخته شوي وو، مړه شول.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړی چې په دې ښار کې د دیني مدرسو په ګډون ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

د ایران د روغتیا وزارت پرون د چارشنبې په ورځ وویل، په دې ناروغۍ چې لومړی په ډېسېمبر میاشت کې د چین په مرکزي ولایت هوبای کې څرګنده شوه او د روغتیا نړیوال سازمان یې د COVID-19 په نوم یادوي پنځه کسان اخته شوي دي.

په دې کې هغه دوه زاړه کسان هم شامل دي چې د چارشنبې په ورځ د دې ناروغۍ له کبله مړه شول.

د کويت بندري چارواکو هم تر بلې خبرتيا پورې د خلکو پر تګ راتګ او له ايران څخه د خلکو پر ورننوتو محدوديت لګولى دى.