پومپیو له سعودي چارواکو سره پر ایران غږېدلی

د پومپیو او د سعودي چارواکو د کتنې انځور

د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون پنجشنبې په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان او ولیعهد سره په کتنه کې د سعودي د سیال- ایران په اړه خبرې وکړې.

پومپیو د شهزاده سلطان هوايي اډې ته چې د ایران پر وړاندې د مقابلې د پراخو هڅو په ترڅ کې څو زره امریکايي پوځیان پکې دېره دي هم ولاړ.

پومپیو له دې اډې څخه د لیدنې پرمهال وویل چې هلته دېره ځواکونه دفاعي خصوصیت لري او یوازې د ایران د احتمالي اقداماتو د مخنيوي لپاره هلته ځای پرځای شوي دي.

پومپیو د ملک سلمان له زوی ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرهان سره هم وکتل.

پومپیو ریاض ته له رسېدو مخکې ویلي و، چې دی به له سعودي چارواکو سره په سعودي عربستان کې د بشري حقونو پر اړوندو مسایلو او له هغې ډلې په دې هېواد کې د بندي امریکايي وګړو او د هغو امریکايانو په اړه هم خبرې وکړي چې له سعودي عربستان څخه ممنوع الخروج اعلان شوي دي.