کابل کې څه د پاسه لس کیلوګرامه ښیښه نیولې شوې

ارشیف

په کابل ولایت کې څه د پاسه لس کیلوګرامه ښیښه ونیوله شوه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دلوې د میاشتې پر (۲۹) نېټه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې دوه قاچاق کوونکي له نږدې دوولس نیمو کیلوګرامو ښیښې سره یوځای ونیول.

نیول شوي نشه يي مواد له هرات ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل او په پام کې وه چې هلته د نشه يي موادو پر وړو خرڅوونکو باندې خرڅ کړل شي.