د هند حکومت له‌خوا ولسمشر غني ته د بریا مبارکي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د هند حکومت محمد اشرف غني ته د دوهم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په انتخابېدو مبارکي ویلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته د اشرف غني پر بیا منتخب کېدو مبارکي وايي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هند د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیکو هیلو ملاتړ کوي او د دې هیواد له حکومت سره همکارۍ ته پر خپلې ژمنتیا ولاړ دی.

تر دې وړاندې پرون اروپايي اتحادیې ولسمشر محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړه او ویې‌ویل چې د داسې حکومت د جوړولو لپاره چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي، د غني د تعهد هرکلی کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون ولسمشر غني ته د انتخاباتو باورلیک وسپاره.

له نږدې پنځه میاشتې لانجې او بحث وروسته، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان کړې.

د میزان د شپږمې نېټې په انتخاباتو کې د اشرف غني اصلي سیال عبدالله عبدالله د انتخاباتو پایلې رد کړې او ځان‌یې بریالی اعلان کړی دی.

وسله‌والو طالبانو هم ویلي چې ټاکنې جعلي وې او د سولې د بهیر له محتوا سره اړخ نه‌‌لګوي.

په همدې حال کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ رئيس ته په یوه لیک کې ویلي چې د دې اتحادیې له لوري محمد اشرف غني ته د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي د ده د توقع خلاف وه.

په همدې حال کې له فاریاب څخه د رارسېدلو راپورونو له مخې، د جنرال دوستم او عبدالله عبدالله پلویانو نن د دې ولایت په مرکز میمنې کې لاریون وکړ.

لاریونوالو په خپلو شعارونو کې ویل چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ انتخابات ګتلي دي.