د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نږدې پنځو میاشتو وروسته، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړه.
ولسمشر محمد اشرف غني خپله بریا د افغانستان د ملت او جمهوریت بری وباله، خو ښاغلي عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه ونهمنله او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو اعلانیې وکړ.
خو ایا د درېګونو قواوو په شتون کې به ښاغلی عبدالله د خپلې پرېکړې په عملي کولو بریالی شي، په افغانستان کې ولسواکي په کومه معنی او ایا رښتیا هم د ملت جوړونې په اړه د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن څرګندونې سمې دي؟
د ټاکنو اړوند په دې ځانګړې خپرونه کې له خپلو مېلمنو سره پر همدې موضوعاتو غږېدلي یوو.
د بحث مېلمانه دي؛
- شنونکی محبالله شریف
- شنونکی محمد جان رسولیار
- او د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست
Your browser doesn’t support HTML5
جوړوونکی: امېد زهیرمل