په ایران کې په کرونا وایروس اخته کسان مړه شول

ارشیف، په چین کې په یوه لابراتوار کې د کرونا وایروس په اړه څېړنې.

د ایران په قُم ښار کې دوه وګړي چې په کرونا وایروس اخته پېژندل شوي وو، مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزیر، کیانوش جهانپور پرون د فبورۍ په ۲۰مه، دا خبر تأیید کړ.

خو د قُم د طبي زده‌کړو د پوهنتون مشر تر دې پېښې یوه ورځ مخکې د ایران خبري اژانس مهر ته خبر ورکړی و چې دوه وګړي په کرونا وایروس اخته شوي وو.

ایراني چارواکو ویلي چې دواړو وګړو د تنفسي ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د ایران د روغتیا وزیر ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې په هغه هېواد کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې په وروستیو دوو ورځو کې ثبت شوې دي.

کیانوش جهانپور ویلي چې روغتیايي کارکوونکي قُم ته استول شوي او مشکوک کسان قرنطین شوي دي.

د ایران حکومت د هغه هېواد په نړیوالو هوايي ډګرونو کې ځانګړي معاینه کوي څو هغه هېواد ته په کرونا وایروس د اخته کسانو د ورتګ مخنیوی وشي او مثبتې پېښې یې وپېژندل شي.