ټرمپ د پنټاګون د پالېسۍ مرستیال له دندې لیرې کړ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د دفاع وزارت، پنټاګون د پالېسۍ د برخې لوړ رتبه چارواکی، جان روډ تر دوو کلونو وروسته له خپلې دندې لیرې شوی دی.

د امریکا په سنا کې د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د استیضاح تر بحث وروسته د ټرمپ د حکومت د لوړ رتبه چارواکو د لیرې کېدو لړۍ روانه ده.

د امریکا ولسمشر پرون د فبرورۍ په ۲۰مه، پر ټویټر له جان راده مننه وکړه چې امریکا ته‌یې ښه خدمت وکړ.

خو بلومبرګ خبري اژانس د پټو سرچینو په حواله ویلي چې جان روډ دا باور بایللی و چې د جمهور رئيس اجنډا سمه پر مخ بيولائ شي او له دې امله تر فشار لاندې و چې استعفا وکړي.

جان روډ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا د دفاع وزارت د پالېسۍ مرستیال ټاکل شوی و.

هغه د مې په میاشت کې کانګرس ته اشاره ورکړه چې ۲۵۰ میلیونه ډالر له اوکراین سره د پوځي مرستو لپاره بېلولائ شي.

دا مرستې باید اوکراین ته د دې لپاره چې په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو پر ضد مبارزه وکړي، ورکړل شوې وی، خو وروسته د سپینې ماڼۍ په حکم له اوکراین سره دا مرسته وځنډېډه او د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د استیضاح د بحث د پیل یو اساسي دلیل همدا ټکی و.