د امریکا پوځ وايي ایران د یمن حوثي یاغیانو ته پرمختللې وسلې ورکوي

د امریکايي سمندري ځواکونو له‌خوا نیول شوې ایرانۍ وسلې.

د امریکا پوځ وایي، ایران په یمن کې د سعودي له ملاتړه برخه‌من حکومت په وړاندې د جګړې په ترڅ کې د یمن حوثي یاغیانو ته پرمختللې وسلې ورکوي.

دا خبره د امریکا په مرکزي قوماندانۍ کې په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو مسؤل تورن بیل اوربان پرون په پنتاګون کې خبریالانو ته وکړه.

هغه د یو شمېر ضبط شویو وسلو تصویرونه ښکاره کړل او ویې‌ویل چې دغه وسلې د حوثیانو لپاره له ایرانه راغلې دي.

اوربان وویل دا هغه وسلې دي چې د امریکا د سمندري ځواکونو نورماندي بېړۍ څه باندې یوه اوونۍ مخکې ضبط کړې دي. په دغو وسلو کې ۱۵۰ د روسیې رهبري کېدونکې د ټانک ضد توغندیو ایراني ساخت توغندي او له ځمکې هوا ته ایراني ساخت درې توغندي شامل دي.

دا دوهم وار دی چې په تفریحي وړو کښتیو کې چې بیرغونه نه‌لري، امریکایي ځواکونه دا ډول وسلې نیسي.

مخکې بله ورته پېښه کې د تېر کال په نومبر کې شوې وه، خو ایران دا ردوي چې ګواکې حوثي شیعه ملېشو ته وسلې ورکوي.