په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو د روسیې د 'علم او فرهنګ خونې' مخې ته په یوې اعتراضیه غونډه کې، له ترهګرو ډلو سره د هغه هېواد پر ملاتړ انتقاد وکړ.
دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د روسیې لهخوا تمویلېږي.
اعتراض کوونکو په داسې حال کې چې د روسيې پر ضد یې شعارونه ورکول، د افغانستان په کورنیو چارو کې ېې د هغه هېواد لاسوهنه وغندله.
دغه مدني فعالان د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو په تېره پر روسیې زور واچوي چې له دې کاره لاس واخلي.
مخکې له دې روسیې بیا بیا په افغانستان کې د لاسوهنې او له ترهګرو سره د ملاتړ موضوع رد کړی ده.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي، د افغانستان اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو، دا شان اعتراضونه د سولې بهیر ته زیان رسولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم ځیني ګاونډي هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنو او له ترهګرو سره په مرستو تورن شوي دي.