ایران کې د چاپېریال ساتنې ۸ فعالان په بند محکوم شول

په تهران کې محکمه.

د ايران قضائيه قوه وايي د چاپېريال ساتنې د اتو فعالانو په اړه‌يې د بند حکم صادر کړى دى.

په محکومو شويو کسانو کې هغه ايرانى وګړى شامل دى چې د امريکا تابعيت هم لري او امريکا ته په جاسوسۍ تورن دى.

دوه فعالان مراد طهباز او نيلوفر بياني ته د ۱۰ کلونو بند سزا اورول شوې ده. طهباز هغه ايرانى دى چې د امريکا او بريتانيا تابعيتونه هم لري.

طهباز او بياني ته امر شوى، هغه پيسې چې د ايراني چارواکو په ادعا دوى د امريکا له حکومته د خدماتو په بدل کې ترلاسه کړي، بېرته ورکړي.

د ايران د قضائيه قوې وياند غلام حسين اسماعيلي ويلي، د ايران استېناف محکمې نن د دغو قضيو په اړه خپل نهايي حکم صادر کړى دى.

ايران د خپلو وګړو دوهم او تر دې اضافي تابعيتونه په رسميت نه‌پېژني.

يعنې هغه ايراني وګړي چې په ايران کې د چارواکو له‌خوا نيول کېږي، له نورو هېوادونو چې دوى يې تابعيت لري، قونسلي خدمات نه‌شي ترلاسه کولاى.