کندز کې پر یو کور د هاوان لګېدو ۱ تن وژلی او ۹ نور ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندز ولایت.

په کندز ښار کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله يو ماشوم وژل شوى او ٩ نور کسان ټپيان شوي دي.

د والي وياند عصمت‌الله مرادي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، دا پېښه پرون شوې ده.

ښاغلی مرادي زیاتوي: "په پېښه کې يو تن ٧ کلن ماشوم شهيد شوى او په دغه کور کې ٩ تنه نور ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي."

ښاغلي مرادي زیاته کړه چې په ټپیانو کې ۴ ښځي، یو نارینه او ۴ تنه ماشومان شامل دي.

که څه هم د والي وياند وايي دغه هاوان د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوى و، خو وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ويلي.