د ملکي تلفاتو د دوام په اړه د میدان وردګ د مشرانو خبرداری

په کابل کې د میدان وردګ یو شمېر مشرانو اعتراضیه غونډه.

د میدان وردګو قومي مشران د ملکي تلفاتو دوام ته په کتو په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتونکي شول.

دغه یو شمېر قومي مشران په جګړه کې ملکي تلفات "د بشریت په وړاندې جنایت" بولي او خبرداری ورکوي، که حکومت‌یې مخنیوی ونه‌کړي خلک به لاس په کار شي.

دوی د سې شبنې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د جګړې ښکېلې خواوې د ملکي تلفاتو مسؤل وبلل.

یو تن اعتراض کوونکی رحیم ستار وايي: "نور بمبار بس دی، د خدای روی ته وګورئ، دلته یوازې حکومت نه، بلکې په طالبانو هم غږ کوو چې نور د خلکو صبر پای ته رسېدلی، په دې اړه مو څو ځله ولسمشر سره خبرې کړي، منلې یې ده چې د ملکیانو وژل جنایت دی، نو ولې مخنیوی نه‌کوي."

د میدان ورګ ولایت دغو اعتراض کوونکو مشرانو وویل، په دغه ولایت کې د جګړو زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

دا اعتراضیه غونډه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) هم په افغانستان کې د ملکیانو ژوند ته د نه‌پاملرنې له امله اندېښنه ښودلې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت د ملکي تلفاتو لامل طالبان بولي او وايي، طالبان ملکي خلک سپر ګرځوي او دا کار د ملکي کسانو د خوندیتوب په برخه کې د دغه وزارت د نوې طرحې د عملي کېدو په وړاندې لوی خنډ دی.

خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.