خېبر پښتونخوا کې چاودنې یو پولیس وژلی

د خېبر پښتونخوا نقشه

پاکستاني چارواکي وايي په خېبر پښتونخوا کې نن د سړک غاړې بم په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او ٣ نور ټپيان شوي دي.

ويل شوي چې د دې بمي چاودنې هدف د پوليسو يو موټر و.

دغه پوليس د دې لپاره ګمارل شوي وو چې په سيمه کې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين د کمپاين امنیت وساتي.

چاودنه د خېبر پښتونخوا په کالوچي ښارګوټي کې شوې ده چې ډيورند کرښې ته څېرمه پروت دى.

که څه هم د دې چاودنې مسؤليت چا نه‌دى منلى، خو طالبان زيات وخت د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو دا ډول حملې کوي.

دوى ادعا لري چې دغه واکسين د کوچنيانو د شنډولو لپاره د غرب يوه توطئه ده.

د پوليسو يوه افسر واحد خان رسنيو ته ويلي امنيتي ځواکونه په سيمه کې په حمله کوونکو پسې تلاشي کوي.

د هغه په خبره د چاودنې په وخت کې د واکسين د کمپاين کوم کارکوونکى له پوليسو سره مل نه‌و.