دبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون

دبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د نندارتون یوه څنډه

په دبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، په دې نندارتون کې چې تېره ورځ ناوخته پیل شوی ۱۵۰ هېوادونو ګډون کړی.

نوموړي وویل، افغانستان په یاد نندارتون کې د افغاني محصولاتو ۲۶ غرفې لري.

هغه زیاته کړه: "له نېکه‌مرغه افغانستان په دې نندارتون کې فعاله حضور لري، دغه نندارتون درې ورځې نور هم دوام کوي، د ګلفوود نندارتون د کرنې وزارت د امریکايي پراختیايي ادارې او د سوداګرۍ وزارت په مرسته جوړ شوی."

په دې درې ورځني نندارتون کې د افغانستان کرنیزې توکي طبي بوټي، وچې او تازه مېوې او غالۍ نندارې ته اېښودل شوي دي.

د کرنې وزارت وايي، له دې نندارتون څخه هدف دا دی څو افغاني تولیداتو ته نړیوال بازار پیدا کړي.