ارګ د ولسمشر اشرف غني لهخوا له پوځي او ملکي چارواکو سره د سولې په اړه د سلامشورو د پیل خبر ورکوي.
ارګ پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ولسمشر غني د جرمني په مونیخ ښار کې په نړیواله امنیتي غونډه کې له ګډون وروسته له راستنېدو سره سم د سولې د فرصتونو او د هغې پر وړاندې د پرتو ګواښونو په اړه د هېواد له والیانو سره خبرې وکړې.
خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله وايي، افغانستان د یوې نوې پروسې پر لور پر مځ ځي څو دایمي سولې ته د رسېدو فرصتونه برابر شي.
ولسمشر غني والیانو ته ویلي چې د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو وړتیاوې پیاوړې شوي او په تعرضي حالت کې دي.
ښاغلی غني زیاتوي چې د سولې د هڅو مشري افغان حکومت کوي او د حکومت مرکچي پلاوی به له طالبانو سره په خبرو کې د ټولو افغانانو اساسي حقونه په پام کې وساتي.
ارګ په یوه جلا خبرپاڼه کې د قول اردوګانو له قوماندانانو سره پر همدې موضوع د ولسمشر غني د خبرو جزئیات هم ورکړي.
افغان ولسمشر په دې غونډه چې تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه د پوځ قوماندانانو ته وویل، د افغان ځواکونو د سرښندنو په نتیجه کې طالبان د تشدد کمولو ته چمتو شول او زیاتهیې کړه، افغان ځواکونه دا توان لري چې د سولې د احتمالي خطرونو مخه ونیسي.