بېلېنګکټ: د چچنیايي بېلتون‌پالو مخکېنی مشر روسیې وژلی

د چچنیايي بېلتون‌پالو پخوانی قوماندان زلیم خان خانګوشویلي

د څېړنیز ژورنالیزم ډله 'بېلېنګکټ' وايي په برلین کې د چچنیايي بېلتون‌پالو د پخواني قوماندان زلیم خان خانګوشویلي د قتل په اړه د دوی څېړنې ښيي چې دا برید د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې کړی دی.

بېلېنګکټ له یوې میاشتې څېړنو وروسته په یو راپور کې ویلي دي چې د دوی د موندنو له مخې د خانګوشویلي د قتل د تیاريو څارنه د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې د افسرانو لپاره د خیریه ټولنې مشر ادوارد بیندرسکي کوله.

خانګوشویلي د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۲۳مه نېټه په رڼا ورځ د برلین په یوه پارک کې ووژل شو او وروسته له دې چې د جرمني حکومت وویل د شواهدو پر بنسټ د دې وژنې امر یا د روسیې حکومت او یا د چچنیا سیمه‌ییزو چارواکو ورکړی، نو د برلین او مسکو په اړیکو کې کړکېچ راغی او دواړو هېوادونو د ځوابي اقداماتو په ترڅ کې د یو بل ډيپلوماتانو ته د وتلو امر وکړ.

مسکو د نوموړي په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي، خو یو شمېر شنونکي د خانګوشویلي او د بریتانیا په سالزبري ښار کې د روسیې د استخباراتو پر پخواني غړي سرګي سکریپال د ۲۰۱۸ کال کیمیاوي حمله دواړه د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې ​کار بولي.