روغتیا نړیوال سازمان په چین کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تأیید کړ

په چین کې په کرونا وایروس یو شمېر اخته کسان

د روغتیا نړیوال سازمان مشر په چین کې پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر چې پرون‌یې چینایي چارواکو خبر ورکړی و، تأیید کړ.

"تِدروز ادهانم گبریأسوس" دوشنبې په جنوا کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په چین کې ۷۰ زره او ۶۳۵ کسان په دغه وایروس اخته شوي او ۱۷۷۲ تنه‌یې هم له امله مړه شوي دي.

هغه له چین څخه بهر پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو د شمېر په اړه وویل: "له چين څخه بهر د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۵ هېوادونو کې د دغه وایروس د ۶۹۴ مثبتو پېښو او د ۳ تنو د مړه کېدو راپورونه ترلاسه کړي دي."

په عین حال کې جاپاني چارواکو پرون اعلان وکړ چې په «ډایموند پرنسېس» تفریحي کښتۍ کې نور ۹۹ کسان پر کرونا وایروس اخته شوي چې په دې سره په دغه کښتۍ کې چې د جاپان په سواحلو کې ولاړه ده، دننه پر دغه وایروس د اخته کسانو شمېر ۴۵۴ ته رسېدلی دی.

د دغې کښتۍ سورلۍ او عمله په قرنطین کې دي.