کیف په ایران کې د غورځېدلې الوتکې د قربانیانو یاد څلی جوړ کړ

په کیف کې د قربانیانو لپاره جوړ شوی یاد څلی.

اوکرایني چارواکو د کیف په نړیوال هوایي ډګر کې د اوکراین د هوایي شرکت د را غورځېدلې الوتکې د قربانیانو په یاد له یوه یادګاري څلي پرده پورته کړه.

د دې شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکه د جنورۍ په ۸مه د تهران له هوایي ډګره له پورته کېدو څو دقیقې وروسته د ایران د ځواکونو پر توغندیو رانسکوره شوه او ټوله ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې.

ایراني چارواکو له دغې غمیزې درې ورځې وروسته دا ومنله چې ځواکونو یې سهواً دغه الوتکه په ډزو رانسکوره کړې ده.

د کیف په نړیوال هوایي ډګر کې د دغه یاد څلي د پرانیستلو په مراسمو کې د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو ګډون کړی و.

د افغانستان، بریتانیا، کاناډا، جرمني، ایران او سویډن چې اتباع‌یې په دې پېښه کې وژل شوي، استازو هم په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه څېړنه نه‌ده بشپړه شوې او ایراني چارواکو هم له دې ډډه کړې چې د دغې الوتکې د معلوماتو د ثبتولو توربکس د څېړنې لپاره اوکراین یا کوم بل هېواد ته وسپاري.