ټاکنو کمېسیون: په ۳-۴ ورځو کې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانوو

که د ټاکنو لومړنۍ پایله په خپل حال پاتې شي، اشرف غني به د بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د جنجالي رایو د بیا تفتیش او شمېرلو بهیر بشپړ شوی او په درې یا څلورو ورځو کې به د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.

د دې کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو پرېکړې، د شکایتونو د کمېسیون د همکارانو، د سیاسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او د ټاکنیزو ټیمونو په حضور کې عملي کړې او د دې کمېسیون دارالانشأ په خپل وروستي راپور کار کوي.

هغه زیاته کړه: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشأ ته دنده وسپارل شوه چې خپل راپور د دې کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي او ان‌شاءالله تر درې څلورو راتلونکو ورځو پورې به د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان شي."

د دغو ټاکنو د لومړنۍ پایلې له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سلو کې څه باندې ۵۰ رایې ګټلي او ورپسې د هغه سیال اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دی چې په سلو کې یې څه کم ۴۰ رایې خپلې کړې دي.

که د ټاکنو لومړنۍ پایله په خپل حال پاتې شي، اشرف غني به د بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي.