د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ملي اردو یوې پوځي الوتکې په نیمروز ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا 'MD530' بېړنۍ ناسته نن له غرمې مخکې په خاشرود ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله شوې.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه کې یوازې پیلوټ سرسري ټپي شوی دی او دوی دغه پېښه څېړي.