عبدالله: د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکره لاسلیک ته چمتو ده

د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه ورستۍ شوې او لاسلیک ته چمتو ده.

ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل د هوکړې لاسلیک په دې پورې تړلی چې په ۷ ورځو کې طالبان تاوتریخوالی کموي او که نه؟

هغه زیاته کړه: "افغانستان کې د سولې لپاره مثبت ګامونه اوچت شوي د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې ده، د هوکړې لاسلیک په دې پورې مشروط دی چې طالبان ۷ ورځو کې تاوتریخوالی کموي او که نه؟ د تاوتریخوالي داسې کمښت چې اوربند او بین‌الافغاني خبرو او تل‌پاتې سولې ته لاره هواره کړي."

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ پخوا ویلي و چې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي کمول دوی ته معنی نه‌لري، خو اوس ښاغلی عبدالله وایي، دوی د تاوتریخوالي له کموالي هرکلی کوي او ګټور ګام‌یې بولي.

لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د عملي کولو هوکړه سر له نن نه د عملي کېدو په حال کې ده.