د ایران په قشم ټاپو کې زلزله شوې

ارشیف، ایران کې زلزله.

د یکشنبې په مازدیګر د ایران قشم ټاپو یوې زلزلې ولړزاوه.

د دې زلزلې قوت د ریښتر په کچه ۵،۸ درجې ښودل شوی.

د ایران د بېړنیو حالاتو ادارې ویاند مجتبی خالدي ایلنا خبري اژانس ته ویلي چې د زلزلې مرکز د ځمکې لاندې ۱۳ کیلومترۍ کې ژور دی.

هغه ویلي ۳ پلټونکي ټیمونه سیمې ته استول شوي.

په بوشهر کې هم ۱۰ امبولانسونو ته امر شوی چې چمتو ولاړ وي.

په ایران کې اکثر وخت زلزلې کېږي چې زرګونه کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبلې اوښتي او زیات ورانی یې کړی.

وروستی وار د لړم په ۱۷مه په ختیځ اذربایجان کې یوې زلزلې ۷ ایرانیان ووژل.

تېر کال بیا په کرمانشاه کې یوې زورورې زلزلې ۸۰۰ کسان ټپیان کړي او سلګونه کورونه‌یې وران کړي و.