د سولې په تړاو د پکتیاوالو غوښتنې

په دې غونډه کې یو شمېر میرمنو ، ځوانانو، دیني او سپین ږېرو په یوه غږ د جګړې د ختمیدو، اوربند او د سولې د هوکړې د ژر لاسلیک غوښتنه وکړه.

د پکتیا اوسیدونکي او مدني فعالانو نن د یوې غونډې پر مهال د چې د سولې او اوربند څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه، وویل، چې د سولې په روانو خبرو کې دې د افغانانو کمه ونډه دې زیاته او د سولې د توافق لیک پر مهال دې له نړیوالې ټولنې او په افغانستان د ننه له ټولو ډلو او سیاسیي ګوندونو کلک تضمین واخېستل شي، چې بیا به د قدرت او نورو اهدافو لپاره جنګ او تاوتریخوالی نه کوي.

په دې غونډه کې یو شمېر میرمنو ، ځوانانو، دیني او سپین ږېرو په یوه غږ د جګړې د ختمیدو، اوربند او د سولې د هوکړې د ژر لاسلیک غوښتنه وکړه.

داکټر نازدانه پکتیاوال په خپلو خبرو کې وویل، چې د هغې سولې هرکلی کوي، چې د ښځو حقونه پکې ساتل شوي وي.

هغې زیاته کړه: "موږ اوربند غواړو، سوله غواړو ژر یې غواړو او دایمي اوربند غواړو، د افغانستان خلک نور له جنګ ستړي شوي دي او افغانستان خلک د ملي او د نورو هېوادونو د فیصلې په اساس تضمین شوې سوله غواړي."

د غونډې نورو برخه والو بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان په مسولانه ډول ووځي او هم په هېواد د ننه له ټولو ډلو او سیاسي ګوندونو کلک تضمین واخلي، څو بیا د قدرت او نورو اهدافو لپاره جګړې او تاوتریخوالي ته مخه نه کړي.

په پکتیا کې له هغه وروسته ، چې د امرېکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ خبره وکړه، ورسره هم مهاله د ډېرو افغانانو هیلې یوځل بیا د سولې په لور ور ماتې شوې.