تخار کې ۶۰۰ کورنیو سره مرسته شوې

ارشیف

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ناامنیو او جګړو له امله په زیانمنو شویو څه باندې ۶۰۰ کورنیو یې خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشلي دي.

په تخار کې یوشمېر کورنې شکایت کوي، په روان کال کې د جګړو له امله د دوی د استوګن کورونه تخریب شوي او اوس دومره توان نلري چې خپل وران شوي کورونه بېرته ورغوي.

د دې ولایت د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفور په دې اړه وايي: "له موږ سره یو اندازه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوي ده، خو له حکومت څخه غواړو چې له موږ سره مالیې مرسته وکړي ترڅو خپل وران شوي کورونه بېرته جوړ کړو، ځکه د جګړو له کبله زموږ کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي."

دوی وايي، چې شوي مرستې په هیڅ ډول کافي نه دي.

بل خوا د تخار سیمه ییزو چارواکي وايي، د سروې ټېمونو د جګړو او طبیعي پېښو له امله په دغه ولایت کې څه باندې ۶۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو په نښه کړي وې او پرهرې کورنې ۱۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلې دي.

په نوموړې ولایت کې له طبیعې پېښو سره د مبارزې ادارې رئیس فرید نیکپور وايي، دوی په دې اړه هڅې پیل کړي چې د مرسته کوونکو موسساتو په همکارۍ د زیانمنو شویو خلکو کورونه بېرته ورغوي.

په روان کال کې د تالقان ښار نږدې څنډې او دغه راز د دې ولایت لس ولسوالۍ د خونړیو جګړو شاهدې وي.

د تخار د سیمه ییزو چارواکو په وینا، چې د دغو جګړو له کبله په زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي وې او ډېرې دغه کورنۍ د امنیتي ګواښونو له کبله تراوسه پورې خپلو مېنو ته نه دې ستانه شوي.