د افغان کډوالو په اړه کنفرانس کې د م م د عمومي منشي ګډون

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوټیریش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي انتوني ګوټیریش په هغه کنفرانس کې برخه اخلي چې پاکستاني چارواکو دغه هېواد ته د افغان کډوالو د ورتګ د څلویښتمې کلیزې په مناسبت جوړ کړی دی.

پاکستان کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال دېره دي او دوی هغه مهال کډوال شول چې پر افغانستان د شوروي سرو لښکرو یرغل وکړ.

د دغو کډوالو ډېره برخه په کمپونو کې اوسېږي خو ځینو نورو یې بیا هلته ځانونو ته کورونه او کاروبارونه جوړ کړي دي.

له دې وړاندې هلته ډېره کډوالو شکایت کاوه چې د ځایي پولیسو له خوا کله نا کله ځورول کېږي.

پاکستاني چارواکي وایي، ملګرو ملتونو دا درک کړې چې اسلام اباد د کډوالو د کوربه توب په برخه کې اخلاص کړی.