بوسنیا کې پناه غوښتونکو له پولیسو سره شخړه کړې

ارشیف

په سلګونو پناه غوښتونکو په بوسنيا هرزګوينا کې له پوليسو سره شخړه وکړه.

پوليسو هڅه کوله، هغه اعتراضيه کمپ ورټول کړي چې په کې راغونډو شويو پناه غوښتونکو د ګاونډي هېواد کرويشيا د سرحدي چارواکو له ناوړه چلند څخه شکايت درلود.

دا شخړه پرون شنبه د پناه غوښتونکو په ميرال نومي کمپ کې وشوه چې د کرويشيا له سرحده ١٠ کيلومتره لېرې د بوسنيا په لوېديځ کې پروت دى.

په دغه کمپ کې چې د ٣٠٠ کسانو ظرفيت لري شا خوا ١٠٠٠ پناه غوښتونکي ډېره دي.

د شخړې پر مهال د چا د ژوبلېدو راپور نه دى ورکړل شوى خو عيني شاهدانو رويټرز اژانس ته ويلي، دوى پوليس د شخړې په حال کې لېدلي چې تر ډېره نارينه پناه غوښتونکي نیسي.

د شاهدانو په خبره نيول شويو کسانو چغې وهلې "ازادي غواړو زموږ پيسې بېرته راکړئ او موږ مه ډبوئ."

ډېرى پناه غوښتونکي د کرويشيا له سرحدي ساتونکو شکايت لري او دوى يې تورن کړي، چې د کرويشيا سرحد ته د اوښتو پر مهال يې زور زياتى او بد چلند ورسره کړى دى.

خو د کرويشيا چارواکو د پوليسو له خوا د شوي ناوړه چلند تورونه رد کړي دي.