بدخشان کې د کرونا وېروس د خپرېدو خبر رد شو

په وروستیو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په بدخشان کې یو شمېر کوچنیان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په بدخشان کې د کرونا وېروس د خپرېدو خبر رد کړ.

دې وزارت د فبرورۍ په ۱۵مه، پر فېس‌بوک دا بیان خپور کړی دی.

په وروستیو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په بدخشان کې یو شمېر کوچنیان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په بیان کې دا راپورونه ناسم بلل شوي او ویل شوي چې د کرونا ویروس هېڅ پېښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په بدخشان کې سږ کال ژمی ډېر ماشومان د موسمي زکام، ډاکتر ته د نه رسېدو او د په خپل سر دواګانو د ورکولو له امله مړه شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په بدخشان کې د کوچنیانو تلفات له کرونا ویروس سره هېڅ ارتباط نه لري.

کرونا ویروس وژونکی دی او انسان ته تنفسي ناروغي پېښوي.

دا ویروس اول وار سږ کال ژمی د چین په وهان ښار کې پیدا شو.

د کرونا ویروس له امله په چین او نوره نړۍ کې نږدې ۲ زره کسان مړه شوي دي.